آوازونه

پیل

دلته هېڅ نه پېښېږي. نه به څه سم شي، نه به څه وران شي. نه کوم تفسیر راروان دی. نه کومه پایله. دا د هغو کلمو د تار خلاص سر دی چې یو وخت آوازونه وو. هغه آوازونه چې یوه ورځ یې د کائناتو دلته او هلته، د فضا په کوم کونج کې، یا شاید یوازې د یوه انسان د خیال په کوم کونج کې انګازې کولې. اوس چې دا کرښې ستاسو د سترګو له مخې تېرېږي، د هغو آوازونو ښواک له ډېره وخته تت شوی دی او یوازې د هغوی خیالي نښه پر پاڼه پاتې ده. ټول چوپ شوي دي. ټول آوازونه، او شاید هغه ټوله نړۍ هم، له خپلو خلکو سره. کېدای شي هغه ذهن هم چې یو وخت یې دا آوازونه پر پاڼه کښل، له ډېره وخته یې ساه نه وي اخیستې. لکه همدا شېبه — همدا چې تاسو پکې دا جمله ولوستله — تېره شوه، د دې کتاب ټولې شېبې هم تېرې شوې دي. هغه شېبې او انځورونه چې که دلته نه وای لیکل شوي، د نړۍ د پېښو په تبجنه غوغا کې به ورک شوي وو. ولیکل شول چې زما د نړۍ او ستاسو د نړۍ ترمنځ یو پل شي. یو پل زما له نړۍ، په هغه شېبه کې چې زه دا جملې لیکم، ستاسو نړۍ ته، په هغه شېبه کې چې تاسو یې لوستلو ته کېنئ. له دې خوا زه د کلمو تار سپړم، او له هغې خوا تاسو یې راټولوئ. لکه په ماشومتوب کې چې مامان به د زړو جامو کاموا سپړله، موږ به یې تار واخیست او د کور دننه به پرې ګرځېدو، چې کاموا یو پر بل ونه غونډېږي. شاید ستاسو نسل د کاموا له هغې نړۍ څو کاله وروسته راغلی وي، خو تصور وکړئ: یو وخت، د نړۍ په یوه کونج کې، د ماشومانو لوبه همداسې وه. اوس زه د کلمو تار سپړم او تاسو یې رااخلئ او خپلې نړۍ ته یوسئ، چې دلته، زما په نړۍ کې، یو پر بل ونه غونډېږي.

کتاب له همدې ځایه پیلېږي. بشپړه پښتو ګڼه په لاره کې ده؛ تر هغه وخته ټول کتاب وړیا لوستل کېدای شي: په فارسي، انګلیسي او ډنمارکي.

آوازونه